یو کس په يو ځانمرګي بريد کې د پنجاب وزیر اعلی د نښه کولو له کبله تورن شو

پاکستان فارورډ

لاهور -- د جيو نيوز له مخې، پوليسو د دوشنبې په ورځ ( د سپتمبر په ۱۸ مه) وويل، د پنجاب پولیسو په لاهور کې يو کس نيولی دی چې په یو ځانمرګي برید کې د پنجاب وزیر اعلی شهباز شریف د وژلو په پلان جوړولو کې تورن وو.

پولیسو وويل چې دغه شکمن کس د پنجاب د معلوماتي ټکنالوجۍ بورډ د يو چارواکي ډريور دی.

په لاهور کې د جولای په مياشت کې د شريف د استوګنې نه ۱۰۰ ميټره لري په يو ځانمرګي بريد کې ۲۶ کسان وژل شوي ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500