د مشال خان د وژلو په سلسله کې ۵۷ کسان تورن شول

پاکستان فارورډ

پيښور -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د خیبر پښتونخواه په هري پور کې د تروریزم ضد محکمې د سه شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۹ مه) ۵۷ شکمن کسان د مشال خان د وژلو په تړاو تورن کړل.

دغه ټولو کسان د دغه جرم څخه انکاري شول. بله اوریدنه د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۰ مه) ټاکل شوې ده.

خان، چې په مردان کې په عبدالولي خان يونيورسټۍ کې يو طالب علم وو، د اپرېل په مياشت کې د يو هجوم لخوا ووهل شو او په ډزو ووژل شو. دغه هجوم د يوې افواه، چې خان د مقدساتو سپکاوی کړی دی، پر ضد احتجاج کولو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500