کراچۍ -- دنیا تلویزون د سه شنبې په ورځ ( د سپتمبر په ۱۹ مه) راپور ورکړو چې چارواکو د کراچۍ په مرکزي زندان کې د ترهګرۍ شبکه ماته کړه.
د سيند پولیسو د تروریزم ضد ادارې ۹۰ بندیان درې نورو جیلونو ته منتقل کړل.
چارواکو د بنديانو د منتقل کولو فيصله وروسته له هغې وکړه کله چې د جون په میاشت کې د کراچۍ له زندان څخه د لشکري جهنګوي د دوو تښتیدلو غړیو په اړه یې تحقیقات وکړل.