په بلوچستان کې په يو ځانمرګي برید کې ۱ کس ووژل شو او ۱۲ کسان ټپیان شول

ای ايف پي

کويټه -- چارواکو ای ايف پي ته وويل، په بلوچستان کې د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۸ مه) د امنیتي ځواکونو يو ګاډي ته نژدې په یو ځانمرګي برید کې یو کس ووژل شو او ۱۲ نور ټپیان شول.

پولیسو او سیمه ایز حکومت وویل، دغه چاودنه د افغانستان پولې ته څېرمه په یو ښار کې رامنځته شوه.

د نيم پوځي ځواک فرنټير کور ویاند د دغه برید تایید وکړو او ویې ویل چې د دوی ګاډی د دغه چاودنې هدف وو خو پرسونل خوندي پاتې شو ځکه چې ډريور ګاډی په چټکۍ سره تیر باسلو.

هیڅ يوې ډلې د دغه پیښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو طالبانو وسله والو مخکې په دغه سيمه کې يو شمير بریدونه ترسره کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500