کراچۍ -- ډان خبري اژانس د دوشنبې په ورځ ( د سپتمبر په ۱۸ مه) راپور ورکړو چې د سيند پولیسو د جمعې او شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۵-۱۶ مه) د سکول دوه هندوان هلکان په ټولنیز رسنیو باندې د کفر موادو د خپرولو په تور ونیول.
دغه هلکان, چې په (هايي سکول) دولسم کلاس کې کې سبق وایي، په مټي او حیدرآباد کې ونیول شول. پولیس وايي چې دوی په لوی اختر کې د څارویو د قربانۍ کولو پورې ملندې کړې وې.