ويل کيږي چې د لشکري جهنګوي تورن اشتهاريان افغانستان ته تښتيدلي دي

پاکستان فارورډ

کراچۍ -- جيو نيوز د پنجشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۴ مه) راپور ورکړو چې د لشکري جهنګوي دوه تورن غړي افغانستان ته تښتېدلي دي.

شیخ محمد، چې د فرعون په نامه ياديږي، او احمد خان، چې د مناکو په نوم ياديږي، په کراچۍ کې په لسګونو هدفي وژنو کې ښکيل دي. دغه دواړه کسان د جون په میاشت کې د کراچۍ له زندان څخه وتښتېدل. دوی په محاکمه کې وو.

د سيند د پولیسو د تروریزم ضد ادارې له مخې، شکمن کسان د چمن د پولې له لارې افغانستان ته واوړيدل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500