کراچۍ -- ایکسپریس ټريبيون د سه شنبې په ورځ ( سپتمبر په ۱۲ مه) راپور ورکړو چې چارواکو د سیند پولیسو د تروریزم سره د مبارزې ادارې د فرقه يي تروریستانو پر ضد د استخباراتي ډلې انچارج سید علی رضا په لندن کې د متحده قومي مومنټ دفتر ته د معلوماتو ورکلو له کبله د نوکرۍ نه ختم کړو.
عمیر صديقي، چې په لندن کې د متحده قومي مومنټ د وسله والې ډلې یو نیول شوی غړی دی، پولیسو ته وویل چې رضا هغه ته حساس معلومات ورکول.
چارواکي وايي چې تحقیقاتو د رضا ګناه ثابت کړو او هغه یې د نوکرۍ نه ختم کړو.