د پاکستان پولیس د هغه مشر په لټه کې دي کوم چې يوې جوړې ته د برقی شاک ورکولو امر کړی وو

ای ايف پي

کراچۍ -- پاکستاني پولیس د سه شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۲ مه) د هغه قبايلي مشر په لټه کې ول کوم چې امر کړی وو چې یوې ځوانې جوړې ته دې د کورنۍ څخه د تښتيدلو د سزا په توګه برقي شاکونه ورکړي. دا په هيواد کې د "ناموس" په نامه يوه ناوړه او وروستۍ پيښه ده.

دا جوړه، چې د پښتنو د قوم غړي وه او په کراچۍ کې يې ژوند کولو، تیره میاشت له تښتيدو وروسته د خپلو کورنيو د قهر سره مخامخ شوه.

پولیس وايي چې د هلک کورنۍ دغه جوړه وهڅوله چې دوی بیرته خپل کور ته راستانه شي چې دوی واده وکړي. د نجلۍ عمر ۱۵ یا ۱۶ کاله او هلک ۱۸ کاله دی.

یوې قبایلي جرګې وروسته له هغې د دې جوړې د وژلو امر وکړو کله چې د هغوی کورنیو د مشرانو معتبر ګروپ ته قضیه وړاندې کړه.

دغه جوړه د لرګي د بستر سره وتړل شوه او د کورنۍ غړو هغوی ته برقی شاکونه ورکړل.

د پولیسو يو افسر امان الله مروت ای ايف پي ته وویل، "[جرګې] پریکړه وکړه چې نجلۍ او هلک ته به خپل پلار او تره شاکونه ورکوي." هغه زياته کړه چې کورنيو وروسته د هغوی لاشونه په پټه دفن کړل.

جرګه د پاکستان په کلیوالي سیمو کې، په ځانګړي توګه په شمالي قبایلي سيمو کې، په ټولنیزو شخړو کې فيصلې ورکوي، خو دا ډول فيصلې په ښارونو کې ډيرې کمې وي.

البته، د کراچۍ د ګڼې ګوڼې په ښار کې د قبایلي سیمو ډیر کډوال اوسيږي، چیرته چې جرګې لوړ درناوی لري.

پولیسو د هغوی هغه خپلوان نيولي دي چې په دې وژلو کې ښکيل ول. په هغوی باندې د وژلو او په شواهدو کې د بدلون کولو تور لګولی شوی دی. البته، د جرګې مشر چې د وژلو امر یې ورکړی ،و لا نه دی نيول شوی.

مروت وويل: "موږ د هغه د نيولو لپاره په مختلفو ځايونو باندې چاپې ترسره کوو."

هرکال په سلګونو ښځې وروسته له هغې د خپلو کورنیو لخوا وژل کيږي کله چې هغوی د خپلو کورنيو د شرم سبب وګرځي.

د پخوانی قوانینو له مخې، مجرمین -- معمولا نارینه -- د سزا نه خلاصی ترلاسه کولی شي که چيرې د هغوی د کورنۍ غړي هغوی ته معافي ورکړي.

خو تیر کال د جولای په میاشت کې د ټولنیزو رسنیو سټار قندیل بلوچ وژنې، چې ورور یې د هغې د وژلو مسوليت منلی وو، د اصلاحاتو لپاره غوښتنې رامنځته کړی.

پارلیمان د دغه وخت نه وروسته يو قانون تصویب کړو چې موخه یې د "ناموس" په نامه قتل کونکو ته د بخښنې ورکولو وړتیا ختمول دي، خو ځيني منتقدین وايي چې په دې کې اوس هم کمی شته.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500