په خيبر ایجنسۍ کې ۱۷ قبايلي کسان تښتول شوي دي

پاکستان فارورډ

پېښور -- ډان خبري اژانس د چارشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۶ مه) راپور ورکړو چې نامعلومو وسله والو د يکشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۳ مه) د خیبر ایجنسۍ په لنډي کوتل کې د پکنک یا چکر د یو ځای نه ۱۷ قبايلي کسان تښتولي دي. دغه ځای د افغانستان پولې ته څيرمه موقعيت لري.

چارواکو وويل چې په دغه کسانو کې یو تښتول شوی سړی د هغوی نه راوتښتیدو او د دوشنبې په ورځ ( د سپتمبر په ۴ مه) کورته راورسیدو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500