په بلوچستان کې ۱۲ وسله وال تسلیم شول

پاکستان فارورډ

اسلام اباد -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې ۱۲ بلوچ وسله والو په بلوچستان کې د چهارشنبې په ورځ (د اګست په ۳۰ مه) تاوتريخوالی پرېښود او د سولې له بهیر سره یوځای شول.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، په دغه ۱۲ بلوچ وسله والو کې د بلوچ جمهوري پوځ وسله والو دوه قوماندانان شامل ول. هغوی په نوشکي سيمه کې خپلې وسلې وسپارلې.

آی ايس پي آر زياته کړه چې پولیسو او رینجرو په لاهور، فيصل اباد او اسلام آباد کې د اتو افغانانو په شمول ۳۹ شکمن وسله وال ونيول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500