محکمې د بینظیر بهټو ۵ تورن وژونکي پريښودل او ۲ يې جیل ته واستول

پاکستان فارورډ

راولپنډۍ -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د راولپنډۍ د تروریزم ضد محکمې د پنجشنبې په ورځ (د اګست په ۳۱ مه) د پخواني وزير اعظم بینظیر بهټو د وژلو په سلسله کې پنځه تنه پريښودل او دوه نورو تورنو کسانو ته یې د ۱۷ کالو د قيد سزا واوروله.

بهټو په دسمبر ۲۰۰۷ کال کې په راولپنډۍ کې وژل شوي وه.

محکمې د تحریک طالبان پاکستان پنځه تورن غړي پريښودل خو سعود عزيز، چې په هغه وخت کې د راولپنډۍ د پولیسو مشر وو، او خرم شهزاد، چې په راول ټاون کې د پولیسو پخوانی سپرنټنډنټ وو، ته یې د ۱۷ کالو د قيد سزا واوروله.

محکمې جنرل (ریټايرډ) پروېز مشرف، چې د هغې د وژلو په وخت صدر وو، یو مخرور (فراري) وګرځولو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500