اسلام اباد -- رسنيو راپور ورکړو چې امنیتي ځواکونو د پنجاب صوبې په ټیکسلا کې دوه شکمن وسله وال ونیول او په مهمند ایجنسۍ کې یې د وسلو او ځانمرګي واسکټونو یوه زیرمه ونیوله.
د دنيا تلویزیون له مخې، د پنجاب د تروریزم ضد ادارې ویاند وويل چې دغه شکمن ترهګر د سه شنبې په ورځ (د اګست په ۲۹ مه) په ټيکسلا کې ونیول شول.
دغه ویاند وویل چې د سي ټي ډي کارمندانو چاودیدونکي مواد او مهمات ترلاسه کړل.
سما تلويزيون د سه شنبې په ورځ راپور ورکړو چې امنیتي ځواکونو په مهمند ایجنسۍ کې د مهماتو، ځان وژونکي جاکټونو، محلي جوړ شوي بمونو، راکټونو، لاسي بمونو او د چاودیدونکي موادو يوه زيرمه ونیوله.