اسلام اباد -- رسنيو راپور ورکړو چې په جنوبي وزیرستان او بلوچستان کې دوه پوځیان او دوه ترهګر وژل شوي دي.
د سما تلويزيون له مخې، فرنټير کور په يو بيان کې وويل، چې فرنټير کور د یکشنبی په ورځ (د اګست په ۲۷ مه) دوه ترهګر ووژل.
ډان خبري اژانس د چارواکو له خولې راپور ورکړو چې په جنوبي وزیرستان کې د يکشنبې په ورځ دوه سرتیري هغه وخت ووژل شول کله چې د هغوی ګاډی د سړک د غاړې د یو بم سره وجنګيدو.