په ډیره اسماعیل خان کې د جمعیت علماء اسلام (ف) د مشر يو مرستیال په ډزو ووژل شو

پاکستان فارورډ

پیښور -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د جمعیت علماء اسلام (ف) د مشر فضل الرحمان يو مرستیال د شنبې په ورځ (د اګست په ۱۹ مه) د خیبر پښتونخواه په ډيره اسماعيل خان کې ووژل شو.

پولیسو وويل، چې برید کوونکو مولانا سيد عطاء الله شاه هغه وخت په ډزو ووژلو کله چې هغه د سهار له مانځه څخه کور ته روان وو.

دا په ډیره اسماعیل خان کې د اګست د ۱۱ مې نیټې راهيسې پنځمه هدفي وژنه وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500