کويټه -- ډان خبري اژانس د صوبايي چارواکو له خولې راپور ورکړو چې په بلوچستان کې د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۱۴ مه) د فرنټير کور لږ تر لږه اوه پرسونل ووژل شول.
د بلوچستان په هرنای ډسټرکټ کې د سړک د غاړې په يوې چاودنه کې د فرنټير کور شپږ غړي ووژل شول. دغه کسانو د معمول ګشت کولو.
د فرنټير کور يو بل غړی په پنجګور ډسټرکټ کې هغه وخت ووژل شو کله چې وسله والو کسانو د هغه په ګاډي باندې ډزې وکړې.