په چمن کې دوه شکمن ترهګر نږدې د ۲،۰۰۰ کیلوګرامه چاوديدونکو توکو سره ونیول شول

پاکستان فارورډ

کویټه -- ډان خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۱۴ مه) راپور ورکړو چې امنیتي ځواکونو د یکشنبې په ورځ (د اګست په ۱۴مه) په بلوچستان کې دوه شکمن ترهګر ونیول.

چارواکي وايي، کله چې امنیتی ځواکونو په چمن کې د هغوی په پټنځای باندې چاپه ووهله نو دغه شکمنو کسانو درې ځانمرګي جاکټونه، ۶۷۱ ځمکني ماینونه او ۱،۹۰۵ کیلو ګرامه بارود او چاودیدونکي توکې لرل.

ځايي سرچینو وویل، په عین وخت کې، قبايلي قومونو د یکشنبې په ورځ د خیبر ایجنسۍ په باړه کې د داعش د يو تورن اورپکي کور تباه کړو. ويل کيږي چې دغه سړی په افغانستان کې دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500