کراچۍ -- رسنيو راپور ورکړو چې په کراچۍ او باجوړ ایجنسۍ کې د پولیسو يو سينير چارواکې او څلور نور پاکستانیان ووژل شول.
سما او جیو تلویزیون راپور ورکړو چې د پولیسو ډپټي سپرنټنډنټ او د هغه ډریور د جمعې په ورځ (د اګست په ۱۱مه) په کراچۍ کې په هدفي برید کې ووژل شول.
پولیسو وویل چې په موټرسایکل سپاره دوه وسله وال کسانو په هغوی ډزې وکړې او وتښتېدل.
د جیو تلویزیون له مخې، د دې وژل شوي افسرانو سره د افسرانو د مړينې شميره يولسمې او دولسمې ته ورسيده چې د می له میاشتې راهیسې په کراچۍ کې وژل شوي دي.
په باجوړ ایجنسۍ کې د جمعې په ورځ د سړک د غاړې یوې بمي چاودنې د مزدورانو نه يوه ډکه لارۍ، چې د دغه ځای نه تيريدله، والوځوله او درې کسان په کې ووژل شول.