کراچۍ -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې پوليسو د چهارشنبې په ورځ (د اګست په ۹ مه) په کراچۍ کې د یوې چاپې په ترڅ کې اوه شکمن کسان ونیول چې د منع شوي تحریک طالبان پاکستان سره يې تړاو لرلو.
د پوليسو سينير سپرنټنډنټ عمر شاهد حامد وويل، د سيند پولیسو د تروریزم سره د مبارزې د ادارې کسانو په الکريم اسلاميک اکيډمۍ باندې چاپه ووهله. دغه اکاډمي مفتي شاکر جوړه کړی وه. مفتي شاکر يو خطرناک ترهګر او د ټي ټي پي کمانډر دی.
شاکر، چې نيول شوی نه دی، په ۲۰۱۳-۲۰۱۴ کال کې په کراچۍ کې د پولیس افسرانو په وژنه کې په لاس لرلو تورن دی. په دغه افسرانو کې د چوهدري اسلم وژنه هم شامل ده چې په کراچۍ کې یې د افراطیت ضد ادارې مشري کوله.
پولیسو وويل چې د شاکر درې ملګري د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۷ مه) په کراچۍ کې د پولیسو سره په نښته کې ووژل شو.