کوټه -- ايکسپریس ټريبيون راپور ورکړو چې د بلوچستان په اوران ډسټرکټ کې د سه شنبې په ورځ (د اګست په ۸ مه) د ريموټ کنټرول بم له کبله دوه کسان ووژل شول.
دغه بم په آواران بازار کې یو دوکان ته نږدې ځای پر ځای شوی وو.
ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د دوو ماشومانو پشمول څلور پاکستانيان د يو لاسي بم له کبله زخميان شول. دغه بم ماشومانو د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۷ مه) په کوټه کې موندلی وو.