بر دير -- د دنيا ټي وي له مخې، د خیبرپښتونخوا په بر دير کې د چهارشنبې په ورځ ( د اګست په ۹ مه) په جګړه کې څلور پاکستاني سرتیري او دوه ترهګر ووژل شول.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر تاييد وکړو چې د پوځ يو ميجر او درې سرتيري هغه وخت ووژل شول کله چې ترهګرو په هغوی باندې هغه وخټ ډزې وکړې کله چې هغوی په شیروټکي کې د استخباراتو پر بنسټ عملیات ترسره کول.
آی ايس پي آر وويل، چې پوځیانو یو شکمن کس ونیولو او یو ترهګر یې ووژلو. بل يو ترهګر ځان والوځوو.