خیبر ايجنسي -- سما تلويزيون د جمعې په ورځ (د اګست په ۴ مه) راپور ورکړو چې امنیتي ځواکونو په خیبر ایجنسۍ او بلوچستان کې په بیلابیلو عملیاتو کې د ترهګرو دوه پټنځایونه له منځه ویوړل او يو شکمن تروریستي سهولت کار يې ونیولو.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، چې پوځیانو په لرې پرته سیمې راجګال دره کې په خیبر-۴ عملیاتو کې د ترهګرو يو لوی مرکز تباه کړو. پوځيانو څرګنده کړه چې دغه پټ ځای د پاکستان او افغانستان تر منځ د لیږد لپاره د ترهګرو اصلي مرکز وو.
د سما تلويزيون په وینا، د پاکستان اسوشیټید پریس راپور ورکړو چې فرنټیر کور د بلوچستان په ژبو ضلعه کې د ترهګرو یو پټنځای ویجاړ کړو.
ایف سي یو شکمن تروریستي سهولت کار ونیولو چې د ژوب پټنځای ساتنه یې کوله.