کراچۍ -- دنيا ټي وي راپور ورکړو چې د صحت چارواکو د جمعې په ورځ ( د اګست په ۴ مه) د کراچۍ په څلورو برخو کې د نالۍ په اوبو کې د پوليو ویروس وموندل.
متاثره سيمې خميسو ګوټ، ګداپ ټاون، مچهر کالوني او سهراب ګوټ دي.
د سيند چارواکو په دغه سیمو کې د پوليو د واکسینو شپږ ورځنې خصوصي کمپاین پیل کړو.