راولپنډۍ -- د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر له مخې، په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال د چهارشنبې په ورځ ( د اګست په ۲ مه) په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه سره د امنیت او سرحدونو د مدیریت په اړه خبري وکړې.
آی ايس پي آر وويل، باجوه د زاخيلوال سره د ځانمرګي بريد په اړه د غمرازۍ څرګندونه وکړه. په دغه بريد کې چې د هرات په يو جومات کې د سه شنبې په ورځ (د اګست په لومړۍ نيټه) ترسره شو، ۳۳ کسان وژل شوي ول.