کراچۍ -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې پوليسو د دوشنبې په ورځ ( د جولای په ۳۱ مه) په کراچۍ کې په يوه نښته کې د القاعدې دوه غړي ووژل.
د پولیسو مشر سپرنټنډنټ راو انور وويل چې پولیسو د وسله والو په یو پټنځای چاپه ووهله او دوه کسان یې ووژل.
هغه زياته کړه چې دوی د القاعدې د جنوبي اسيا برخې سره تعلق لرلو او د تير نومبر په مياشت کې په فرقه يي وژنو او د ټريفیک پولیسو د يو افسر په وژلو کې ښکیل وو.