د حافظ سعید توقيف د ۲ نورو میاشتو لپاره وغځول شو

پاکستان فارورډ

لاهور -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې چارواکو د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۳۱ مه) د جماعت الدعوة د مشر حافظ سعيد نظربندي د نورو دوو مياشتو لپاره وغځوله.

د پنجاب حکومت سعید او د جماعت الدعوة څلور نور غړي د جنورۍ په میاشت کې په کور کې د ۹۰ ورځو لپاره نظر بند کړي وو او په هغوی يې تور لګولی وو چې په داسې فعاليتونو کې ښکيل دي چې د "سولې او امنیت" لپاره زیانمن دي.

د سعید توقیف د مخکې نه د دریو میاشتو لپاره غځولی شوی وو، چې د جولای په ۲۷مه پای ته ورسیدو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500