پېښور -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د مشال خان د قتل کيس د پنجشنبې په ورځ (د جولای په ۲۷ مه) د خيبر پښتونخواه د مردان نه د هري پور په جيل کې دننه د تروریزم ضد عدالت ته واستول شو.
د پیښور هايي کورټ بنچ، د جسټس يحيی افریدي په مشرۍ کې، وروسته له هغې د دغه کيس د لیږلو امر وکړو کله چې د ځپل شوي کس پلار، اقبال خان، د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۲۴ مه) د ځای د منتقل کولو غوښتنه وکړه.
هغه خبرداری ورکړو، چې که دوی په مردان کې دې کيس ته دوام ورکړي نو "بااثره مخالفین" کولی شي چې د کيس بهير ته زيان ورسوي. د هریپور په جیل کې دننه د تروريزم ضد عدالت د سول عدالت په پرتله سخت امنيت لري."
مشال خان، چې په مردان کې د خان عبدالولي خان يونيورسټۍ يو طالب علم وو، د اپرېل په مياشت کې د خلکو د يو هجوم لخوا وروسته له هغې ووهلې او په ډزو ووژلی شو کله چې په هغه باندې د مقدساتو د سپکاوي تور ولګيدو. د پلټونکو یو ټیم د مقدساتو د سپکاوي کولو هیڅ شواهد ونه موندل.
اقبال خان د خپلې کورنۍ لپاره د حکومت څخه د ساتنې غوښتنه کوي. هغه وويل چې د هغه لوڼې د ورور د وژلو وروسته سکول ته نه شي تلی.
نږدې ۶۷ تورن کسان د مشعل خان د قتل په سلسله کې محاکمه کیږي.