چارسده -- ايکسپريس ټريبيون راپور ورکړو چې نامعلومو برید کوونکو د چهارشنبې په ورځ (د جولای په ۲۶ مه) د خیبر پښتونخواه په چارسده ډسټرکټ کې د جمعیت علماء اسلام (فضل) يو عالم او مشر په ډزو ووژلو.
پوليسو وويل، قاري حق نواز د جومات نه خپل کور ته په لاره کې ووژل شو.
نواز په چارسده کې يوه مدرسه جوړه کړې وه او هلته به يې درس ورکولو.