دوه اغوا شوي پاکستاني سفارتکاران او د بلوچستان يو چارواکی بازياب شول

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- د آزادۍ ريډيو راپور ورکړو چې د رسنیو په وینا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ (د جولای په ۲۶ مه) په یوې اعلامیه کې ویلي چې افغان ځواکونو دوه تښتول شوي پاکستاني سفارتکاران بازياب کړل.

دغه سفارتکاران د جون په ۱۶مه هغه وخت وتښتول شول کله چې دوی د جلال آباد نه تورخم ته سفر کولو، خو افغان ځواکونو دوی په عملیاتو کې بازياب کړل.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وويل، افغانانو په جلال آباد کې کارکوونکي دغه دوه سفارتکاران په کابل کې خپلې سفارت خانې ته وسپارل.

ډان خبري اژانس راپور ورکړو، په عین وخت کې، د بلوچستان د لوړو زده کړو سيکريټري، عبدالله جان، چې د مارچ په ۱۵مه تښتول شوی وو، د چهارشنبې په ورځ بیرته کویټې ته خپل کور ته راستون شو. د هغه د آزادولو د حالاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. هیڅ يوې ډلې هم د هغه د تښتونې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500