د طالبانو نوې ډله وايي چې دوی د لاهور ځانمرګی بريد ترسره کړی دی

د سټاف راپور

لاهور-- ډان خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د جولای په ۲۶ مه) راپور ورکړو چې امنيتي ادارې د دوشنبې په ورځ د جولای په ۲۴مه په لاهور کې د وژنکې بريد تور د تحریک طالبان پاکستان د نوې ډلې په ځانمرګي بريد کونکو باندې ولګوو.

په دغه چاودنه کې، چې تحریک طالبان پاکستان يې مسؤلیت په غاړه اخیستې وو، د ۹ پولیس افسرانو په شمول ۲۶ کسان ووژل شول.

د پولیسو یو سينير چارواکي وویل چې د طالبانو د ښه روزل شوي ځانمرګي بريد کونکو يو ځانګړي ګروپ دغه بريد ترسره کړو. هغوی زياته کړه چې د طالبانو دغه ځانګړی ګروپ د امنیتي ادارو لپاره يوه اندیښنه ګرځیدلې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500