سیند -- ډان خبري اژانس د خاطري له خولې راپور ورکړو چې د سيند د پولیسو ټیم د سټيشن هاوس افسر ويجې خاطري په مشرۍ کې د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۲۴ مه) په عمر کوټ ډسټرکټ کې د واده پروګرام مات کړو. په دغه واده کې به د ۱۱ کالو يوه جينۍ ۳۳ کلن کس ته واده کیده.
د هلک مور وويل چې د هغې کورنۍ د جنيۍ د رشتې لپاره ۱۳۰،۰۰۰ روپۍ ( ۱،۲۳۰ امريکايي ډالره) پيسې ورکړي وې او د هغه قانون په اړه د معلوماتو لرلو نه یې انکار وکړو کوم چې د لږ عمر لرونکي واده منع کوي.
پولیسو دغه هلک ونيولو او جينۍ يې په حفاظتي توقيف کې وساتله.
د سيند قانون د ۱۸ کالو نه د کم عمر جينۍ واده منع کوي.