چارواکي وايي چې د کراچۍ وسله والې ډلې په فعاله توګه پولیس په نښه کوي

پاکستان فارورډ

کراچۍ -- د ايکسپريس ټريبيون د یکشنبې د ورځې ( د جولای په ۲۳ مه) د راپور له مخې امنیتي چارواکې وایي چې د کراچۍ وسله والې ډلې په فعاله توګه پولیس په نښه کوي.

سږکال، په کراچۍ کې په پولیسو باندې درې سله وال بریدونه ترسره شوي دي. چارواکي د مجرمانو د شناخت په اړه معلومات نه لري.

د جمعې په ورځ (د جولای په ۲۱ مه) په يوه پټه حمله کې درې پولیس افسران او یو هلک ووژل شو.

د تروریزم سره د مبارزې ځايي مشر راجا عمر خټک وویل، د ښار وسله والې ډلې، لکه لشکر جهګنوي، لشکر جهنګوي العالمي، جماعت الاحرار او انصارل شريعه په پاکستان کې په فعاله توګه پټڼځايونه لري.

انصارل شريعه پاکستان، که څه هم یو نوی تنظیم دی، تجربه کار غړي لري او مخکې یې د نورو وسله والو ډلو سره تعلقات لرل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500