کوټه -- رسنيو راپور ورکړو چې په بلوچستان او خیبر ایجنسۍ کې د تشدد په دوو بيلو بيلو پیښو کې لږ تر لږه درې امنیتي کارکوونکي ووژل شول.
ډان خبري اژانس راپور ورکړ چې وسله والو کسانو د شنبې په ورځ ( د جولای په ۲۲ مه) د بلوچستان په چاغي ډسټرکټ کې د فرنټير کور دوه ګشت کونکي په ډزو وويشتل.
سما او ايکسپريس ټريبيون راپور ورکړو چې د یکشنبې په ورځ (د جولای په ۲۳ مه) د خیبر ایجنسۍ په بډه بير- شيخان سړک باندې د ایف سي چيک پوسټ ته نږدې یو بم خښ کړی شوی وو چې د هغې د چاودنې د وجې د خاصادار ځواک يو افسر په کې ووژل شو.