پاکستاني ځواکونو په خیبر ایجنسی کې د وسله والو ۲ مرکزونه ونيول

پاکستان فارورډ

راولپنډۍ -- د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر د یکشنبې په ورځ (د جولای په ۲۳ مه) په يو بيان کې وويل، چې پاکستاني ځواکونو په خیبر ایجنسۍ کې په خیبر-۴ عملياتو کې د افغانستان د پولې په اوږدو کې د وسله والو دوه مرکزونه ونيول.

آی ايس پي آر زياته کړه چې دغه دواړه مرکزونه په راجګال دره کې موجو دي. ځواکونو دوه لويې لارې هم قبضه کړې کوم چې پاکستان او افغانستان له يوبل سره منسلک کوي.

د آی ايس پي آر د وينا له مخې، د فرنټير کور ميجر جنرل شاهين، چې د خيبر-۴ عملياتو کمانډر دی، وويل، ترهګر د سيمې نه په تيښته دي ځکه چې ځمکني او هوايې ځواکونه د هغوى پټنځايونه په نښه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500