لاهور -- دنيا ټي وي د پنجشنبې په ورځ (د جولای په ۲۰ مه) راپور ورکړو چې يو پاکستانې عالم طاهر القادري د وسله والو پر ضد وويل، د داعش فعاليتونه د اسلام او انسانیت خلاف دي.
طاهر القادري د الجزیرې سره په يوې تلویزیوني مرکه کې وويل، داعش په اسلامي تعلیماتو کې تحريف کوي، د "اسلامي خلافت" اصطلاح په ناوړه توګه استعمالوي او هیڅکله د اسلام سره تړاو نه لري.
طاهرالقادري وويل چې داعش او د هغه ملاتړي د اسلام او انسانيت دښمنان دي. نوموړي عالم په ۲۰۱۰ کال کې د ۶۰۰ مخونو يوه فتوه جاري کړی وه او په هغې کې د تروریزم غندنه کړې وه.