کوټه -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې نامالومو بريد کونکو د پنجشنبې په ورځ ( د جولای په ۲۰ مه) د بلوچستان صوبې په خاران ډسټړکټ کې يو پخوانی کمانډر او د هغه ملګری ووژلو.
پولیسو وويل، يو څو ورځې مخکې احمد نواز ساسولي امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی وو. هغوی زیاته کړه چې په موټر سايکل سپاره وسله والو کسانو د خاران په بازار کې ساسولي او د هغه ملګری ووژلو.
قاتلان د پېښې د ځای نه وتښتېدل.