کراچۍ -- دنيا ټي وي د چهارشنبې په ورځ ( د جولای په ۱۹مه) راپور ورکړو چې په کراچۍ کې امنیتي ځواکونو د یو منع شوي فرقه ایز تنظیم يو غړی ونیولو او همدارنګه د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۱۷مه) د ځایي پارټۍ د دوو کارکونکو د وژلو په سلسله کې یې ۱۴ کسان ونیول.
د لشكر جهنګوي شکمن غړی په اورنګي ټاون کې ونیول شو.
پوليسو وويل، د ۱۴ نورو نيولی شوي کسانو نه د پاک سرزمين پارټۍ د دوو کارکونکو د وژلو په اړه پوښتنه کيږي. په موټرسایکل سپاره کسانو دغه کسان په ډزو وويشتل او د پيښې د ځای نه وتښتېدل.