مولانا سميع د طالبانو او افغانستان ترمنځ د خبرو لپاره خپله مرسته وړاندې کړه

پاکستان فارورډ

اسلام اباد -- رسنیو د چهارشنبې په ورځ ( د جولای په ۱۹مه) خبر ورکړو چې یو پاکستاني عالم چې د "طالبانو د پلار" په نوم ياديږي، د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لپاره د خپلې مرستې وړاندیز ورکړ.

د خامه پريس له مخې، د مولانا سمیع الحق دفتر په یو بيان کې وويل چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د مرستې لپاره هغه خپل چمتوالی څرګند کړو.

ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال د سه شنبې په ورځ ( د جولای په ۱۸ مه) د خيبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې د مولانا سميع الحق سره مشوره وکړه او له هغه څخه یې وغوښتل چې د افغان او پاکستان ترمنځ په کړکيچ ختمولو کې خپل رول ولوبوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500