په کراچۍ کې يو پوليس او ۵ شکمن هدفي وژونکي ونيول شول

پاکستان فارورډ

کراچۍ -- ډان اخبار راپور ورکړو چې د سيند د پولیسو د تروریزم ضد ادارې د پولیسو یو افسر په ګډون پنځه شکمن هدفي وژونکي نیولي دي.

د سي ټي ډي يو سينير سپرنټنډنټ منير احمد شيخ د پنجشنبې په ورځ (د جولای په ۱۳مه) وويل، چې دغه ټول پنځه شکمن کسان د متحده قومي مومنټ سره تړاو لرلو.

شیخ زیاته کړه چې دغه پنځه شکمن کسان په لږترلږه ۲۰ هدفي وژلو کې تورن وو، چې په دې کې د پولیسو د پنځو افسرانو وژل شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500