راولپنډۍ -- د ميډيا له مخې، پاکستان امنیتي ځواکونو دوه احتمالي ځانمرګي برید کوونکي ونيول او د شکمنو ترهګرو ډله یې ونیوله.
د دنيا ټي وي له مخې، د پوځ د عامه اړيکو دفتر د جمعې په ورځ (د جولای په ۱۴مه) وويل، يو احتمالي ځانمرګې بريد کوونکي هغه وخت خپل ځان والوځولو کله چې هغه د افغانستان پولې ته نژدې د جروبې په سیمه کې پوځي کيمپ ته نږدې جګړه شروع کړه، په داسې حال کې چې پوځیانو دوهم احتمالي بريد کونکی په ډزو ووژلو.
ايکسپريس ټريبيون راپور ورکړو، د آی ايس پي آر له مخې، د پنجاب رینجرو د جمعې په ورځ په ډیره غازي خان ډسټرکټ کې د شکمن وسله والو يوه ډله، د ځینو ښځو په شمول، ونيوله.