کوټه -- ډان اخبار راپور ورکړو چې په کوټه او خیبر ايجنسۍ کې په بيلو بيلو پیښو کې لږترلږه درې وسله وال او یو امنیتي افسر ووژل شول.
د پولیسو انسپکټر جنرل عبد الرزاق چیما وویل چې پولیسو وروسته له هغې وسله وال ووژل کله چې هغوی د جمعې په ورځ (د جولای په ۱۴ مه) د پولیسو په ګشت باندې ډزې وکړې.
ډان اخبار راپور ورکړو چې وسله والو د پنجشنبې په ورځ (د جولای په ۱۳مه) د خیبر ايجنسۍ په جمرود تحصیل کې د فرنټير کور يو غړی اختر شا د خپل کور نه بهر په ډزو ووژلو.
پوليسو يو شمير کسان ونيول.