پېښور -- رسنیو راپور ورکړ، چې پاکستاني مقاماتو د دوشنبې په ورځ / د جولای ۱۰ مه/ هغو افغان زده کوونکو ته، چې غواړي په خیبر ایجنسۍ کې زده کړې وکړي، د ځانګړیو تعلیمی کارډونو صادرول پیل کړل.
د خامه پرېس د راپور له مخې، د خیبر ایجنسۍ ادارې په یوه وینا پاڼه کې وویل، چې هغه ماشومان، چې غواړي په هغو ښوونځیو کې زده کړه وکړي، باید د تحصیلدار په دفتر کې نوم لیکنه وکړي او داسې ځانګړي کارډونه ترلاسه کړي چې هغوی ته اجازه ورکوي چې هره ورځ په افغان - پاکستاني سرحد تګ راتګ کوي.
مقاماتو وویل، چې د کارډونو صادرول به په ناقانونه توګه له پولې څخه د اوښتلو را اوښتلو، او د اورپکو د نفوذ په مخنیوي کې مرسته وکړي.
هغه افغان ماشومان چې د پیسو د ورکړې وس لري، په منظمه توګه د خیبر ایجنسۍ په خصوصي ښوونځیو کې زده کړې کوي.
ايچ آی ايم ايس کالج
ځوابتبصرې 1