په پاړه چنارکې په يوې چاودنه کې ۱۱ کسان ووژل شول

ای ايف پي

پاړه چنار -- چارواکو وويل، د پاکستان په قبایلي سیمه کې د شیعه ګانو سیمې په یو بازار کې دوو چاودنو ۱۱ کسان ووژل.

د کرم ایجنسۍ پاړه چنار بازار د هغه اخیستونکو نه ډک وو چې د روژې په پای کې د وړوکي اختر د جشن لپاره یې تیاری کولو.

سیمه ایز چارواکي نصرالله خان ای ايف پي ته وویل، په دغه چاودنو کې لومړنۍ چاودنه د ګڼې ګوڼې په وخت وشوه.

هغه وويل: "کله چې خلکو د چاودنې ځای ته ځان ورسوو ... چې ژوبل شوي کسان بچ کړي، نو دوهمه چاودنه وشوه." یو بل چارواکي د چاودنې او د ژوبل شوي کسانو تایید وکړو."

خان وويل: "موږ ویره لرو چې د مرګ ژوبلې شميره به زياته شي." نوموړي زياته کړه، لا تر اوسه نور تفصيلات موجود نه دي."

د پاکستان وزير اعظم ميا محمد نواز شريف د امنيت د ټينګښت غوښتنه وکړه او دا برید یې وغندو. هغه وويل چې هيڅ يو مسلمان به هيڅکله د داسې "وحشيانه" عمل په باره کې فکر ونه کړي.

د پاړه چنار په ښار کې دوه چاودنې د ورځې په لومړيو وختونو کې وروسته له هغې رامنځته شوې کله چې د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د پولیسو د ستر مشر د دفتر نه بهر يوه چاودنه وشوه چې لږترلږه ۱۳ کسان په کې ووژل شول.

د سايټ د څيړنې ګروپ له مخې، تحقيق کونکو وويل چې دغه برید پولیس په نښه کړل. د دې بريد مسوليت د داعش خراسان څانګې او د تحریک طالبان پاکستان ډلې جماعت الاحرار دواړو په غاړه اخيستې وو.

د هغوی د ادعاګانو په باره کې هیڅ وضاحت نه دی ترلاسه شوی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500