لاهور -- د ميديا له مخې، امنیتي ځواکونو د ترهګرو پنځه شکمن سهولت کاران ونیول او په مختلفو بریدونو کې د ترهګرۍ ضد رد الفساد د عملیاتو د برخې په توګه د وسلو او ګوله بارودو زیرمې ونیولې.
دنيا ټې وي راپور ورکړو چې چارواکو د پنجشنبې په ورځ ( دجون په ۲۲ مه) په ګډ عملیاتو کې دغه شکمن سهولت کاران او د هغوی وسلې د پنجاب صوبې په منډي بهاو الدین ډسټرکټ کې ونیولې.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر د پنجشنبې په ورځ وویل، چې فرنټير کور د خیبر ایجنسۍ په دریو برخو کې په استخباراتي او لټون عملیاتو کې د وسلو او مهماتو يوه زیرمه ونيوله.