پاکستان د افغانستان سره پولې ته شپول تړي

د سټاف راپور

راولپنډۍ -- د ميديا له مخې، د پوځ د عامه اړیکو دفتر د سه شنبې په ورځ (د جون په ۲۰ مه) وويل چې پاکستان د افغانستان سره پولې ته شپول تړل شروع کړی دی.

د آی ايس پي آر په وينا، په لومړي پړاو کې به کارګران د باجوړ، مهمند او خيبر ايجنسۍ په برخو کې شپولونه او زيات حصارونه او پوستې جوړې کړي.

د دنيا نيوز له مخې، آی ايس پي آر وويل، د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاويد باجوه، د دغه ودانو جوړولو امر وکړو چې د افغانستان د ترهګرو د داخيليدو مخه ونیسي.

په بلوچستان کې شپول تړل به په دوهم پړاو کې ترسره کیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500