راولپنډۍ -- د ايکسپريس ټريبيون له مخې، امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ (د جون په ۱۹ مه) په اسلام آباد انټرنیشنل ایرپورټ کې یوه ښځینه مسافره ونيوله چې د دوه کیلوګرامه هیروینو په وړلو کې تورن وه.
چارواکو وويل، دغه ښځه، چې د پنجاب صوبې مظفرګړ اوسیدونکي وه، پلان لرلو چې سعودي عرب ته تلونکې جهاز ته اوخيژي، خو د ایرپورټ امنیتي ځواک د هغې په بيګ کې مخدره توکي وموندل.
ای ايس ايف دغه شکمنه ښځه د مخدره موادو ضد ځواک ته د تحقیقاتو لپاره وسپارله.