په اسلام آباد کې سعودي عرب ته د تلونکې ښځینه مسافرې سره هیروین ونیول شول

د سټاف راپور

راولپنډۍ -- د ايکسپريس ټريبيون له مخې، امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ (د جون په ۱۹ مه) په اسلام آباد انټرنیشنل ایرپورټ کې یوه ښځینه مسافره ونيوله چې د دوه کیلوګرامه هیروینو په وړلو کې تورن وه.

چارواکو وويل، دغه ښځه، چې د پنجاب صوبې مظفرګړ اوسیدونکي وه، پلان لرلو چې سعودي عرب ته تلونکې جهاز ته اوخيژي، خو د ایرپورټ امنیتي ځواک د هغې په بيګ کې مخدره توکي وموندل.

ای ايس ايف دغه شکمنه ښځه د مخدره موادو ضد ځواک ته د تحقیقاتو لپاره وسپارله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500