په پېښور کې ۳ پوليس او يو بريد کونکی ووژل شول

د سټاف راپور

پېښور -- د ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې نامعلومو وسله والو د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۱۵مه) په پېښور کې د پولیسو په یو ګشت کونکي ګاډې باندې بريد وکړو او درې پوليس افسران يې ووژل. پولیسو په ځوابي ډزو کې يو برید کونکی ووژلو.

د پېښور د بهر سیمو لپاره د پولیسو سپرنټنډنټ، فرقان بلال، وويل، چې دغه بريد په چمکنۍ سيمه کې رامنځته شو.

پاتې دوه وسله وال وتښتېدل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500