پيښور -- د پوځ د عامه اړيکو دفتر له مخې، د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۱۴مه) وويل، پاکستان غواړي چې د پولې له هاخوا د ترهګرۍ سره جګړه د افغانستان سره په ګډه وکړي چې د دواړو هېوادونو په قبايلي سيمه کې سوله او ثبات رامنځته کړي.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، چې باجوه ته په پېښور کورپس هيډکوارټر کې د پاکستان او د افغانستان په پوله باندې د حالاتو په اړه بريفنګ ورکړل شو.
باجوه ځواکونو ته وويل، د تورونو د تبادلې پر ځای، پاکستان د افغانستان سره د متقابل باور او د استخباراتي معلوماتو شریکولو په لټه کې دی.