کراچۍ -- پوليسو د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۱۴مه) تاييد وکړو چې د منع شوي لشکر جنګوي دوه سينير غړي د کراچۍ مرکزي زندان نه وتښتېدل.
سما تلويزيون راپور روکړو چې شیخ محمد ممتاز چې تخلص يې فرعون دی او محمد احمد خان چې د منا په نامه ياديږي د سه شنبې په ورځ (د جون په ۱۳ مه) وتښتيدل.
د ډان خبري اژانس له مخې، د صوبې د پولیسو یو چارواکي راجه عمر خطاب وويل، چې ممتاز په ۵۷ او خان په اوو هدفي وژنو کې ښکيل ول.
سما راپور ورکړو چې چارواکو د زندان ۱۲ پرسونل، د يو سپرنټنډنټ په ګډون، معطل کړل.