په بلوچستان او باجوړ کې د ليوي ځواکونو يو غړی ووژل شو او ۷ پاکستانيان ژوبل شول

د سټاف راپور

باجوړ -- ميډيا راپور ورکړو چې په بلوچستان صوبه او باجوړ ايجنسۍ کې د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۸ مه) د تشدد په پيښو کې د ليوي ځواکونو يو غړی او اووه تنه نور پاکستانيان ژوبل شول.

ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د بلوچستان په جهل مګسي کې د غلو په وړاندې په عملياتو کې يو امنیتي افسر ووژل شو.

ليوي ځواکونو يو شمير کسان ونیول.

سما تلويزيون راپور ورکړو چې د باجوړ ايجنسۍ په مومند تحصيل کې د سړک ډ غاړی په يو ريموټ کنټرول چاودنه کې اووه کسان ژوبل شول. هغوی په هسپتال کې داخل کړی شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500